په لېبیا کي د کډوالو د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۸ کډوال وژل سوي

د رويټرز د راپور له مخي د لېبیا په ختيځ کي د کډوالو يوه کښتۍ اوبو ډوبه کړې، چي په کښي ۱۸ کډوال وژل سوي او۵۰ کډوال ورک سوي دي.
په راپور کي ويل سوي دي، چي دغه کښتۍ د لېبیا د ختيځ د طبرق ښار په سواحلو کي اوبو ډوبه کړې ده او تر دې دمه پوري يوازي لس کډوال په کښي ژوندي ژغورل سوي دي.
رويټرز زياتوي، چي په دغه کښتۍ کي د مصر اتباع شامل وو، چي اوبو ډوبه کړې ده.
په ورته وخت کي د لېبیا ساحلي ځواکونو ويلي، چي په اوبو کي د ډوبو سوو کسانو جسدونه په لېرو فاصلو کي موندل سوي او د دې احتمال سته، چي د وژل سوو کسانو ګراف لوړ سي.
بايد وويل سي چي تر اوسه پوري د يادي کښتۍ د ډوبېدو لامل څرګند نه دئ او همدارنګه په کښتۍ کي د وژل سوو کسانو تعداد هم تر اوسه پوري معلوم نه دئ.