په مصر کي د ط..البانو سفارت په يوې نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ليبيا د زندانونو څخه پنځه تنه افغان کډوال ازاد سوي او افغانستان ته لېږدول سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ط..البان به په دغه هيواد کي پاته نور افغانان کډوال هم د ليبيا د زندانونو څخه ازاد کړي او افغانستان ته به ئې انتقال کړي.
په خبرپاڼه کي دا نه دي ويل سوي، چي په دغه هيواد کي نور څومره افغان کډوال لا هم بنديان دي.
بايد وويل چي زيات وخت د افريقايي هيوادونو اتباع اروپا ته د ناقانونه تګ له پاره د دغه هيواد څخه استفاده کوي.