په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازي نصیراحمد فایق، ویلي، چي د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ئې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وړاندي کړی دئ.
فایق د دوشنبې په ورځ په یوه پیغام کي ویلي، دغه شکایت د فبرورۍ د ۲۱ او ۲۲ نېټو د بریدونو په تړاو ثبت سوی، چي په پایله کي ئې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه ټینګار کړی، چي افغانستان د دې پېښي جدي څېړنه، د سرغړونو سمدستي درول، حساب ورکونه، د نړۍوالو قوانینو د درناوی، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملګرو ملتونو د منشور د مراعت غوښتنه کوي.