په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کي د تلپاتي سولي له پاره د خلګو ګډون، د ټولګډوني نظام جوړول او د بشري حقونو درناوی اړین دي.
فایق د افغانستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب د ۸۰مي کلیزې په مناسبت د افغانانو په مشرۍ د سیاسي خبرو اترو غوښتنه کړې او ټینګار ئې کړی چي ښځي، ځوانان او د ټولني بېلابېلي ډلي باید په کښي ونډه ولري.