په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي نصيراحمد فايق پر خپله اېکس پاڼه په هرات ولايت کي د نامعلومو وسله والو له خوا د ولسي خلګو پر وژلو اندېښنه ښودلې ده. د هغه په خبره چي تېره ورځ نامعلومو وسله والو د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کي ولسي خلګ په نښه کړي او ګڼ شمېر کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه يادي پېښي ته په اشارې ويلي، چي افغانستان اوس مهال امن نه دئ او په خبره ئې چي وسله والي ډلي په اسانۍ سره کولای سي، په دغه هيواد کي هدفي او ډليزي وژني ترسره کړي.
فايق د نړۍوالو بنسټونو څخه غوښتي چي د دغه ډول جنايتونو عاملين دي مشخص کړي او حساب ورکولو ته دې اړ کړي.