د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ ط..البانو په ميدان وردګو ولايت کي يوه ښځه او سړی د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې شل شل دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
د يادوني وړ ده، چي ط..البانو يوازي په تېره اوونۍ کي شاوخوا ۵۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو په دورو وهلي دي.