په ننګرهار کي د چکې لوبي پر سر د شخړي له امله يو کس وژل سوی

د ط..البانو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د کامې ولسوالۍ د قلعه آخند په سيمه کي دوو ملګرو د چکې د لوبي پر سره شخړه کړي، چي پر مهال ئې يو کس خپل ملګری وژلی دئ.
خبرپاڼه زياتوي، چي تر لفظي شخړي وروسته دغه کس خپل ملګری د لرګي په وسيله وهلی او وژلی دئ. د خبرپاڼه په حواله چي د قتل په تور ئې د وژل سوي کس ملګری نيولی او اوس مهال تر څېړنو لاندي دي.