په ننګرهار کي دوو کورنيو د ځمکي پر سر جنګ کي يو کس وژل سوی او ۷ نور ټپيان سوي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند سيد طیب حماد څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ سهار مهال د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کي دوو کورنيو د ځمکي د ملکيت په سر جنګ کړی.
د هغه په خبره چي په دغه جنګ کي يو کس وژل سوی او ۷ تنه نور ټپيان سوي دي.
نوموړی دغه راز زياتوي، چي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.