د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کي يو ۲۳ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو د امله ځان وژنه کړې ده.
سرچينه زياتوي چي دغه کس د ډېر وخت راهيسي بېکاره وه او ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وو، چي له همدې امله ئې ځان وژنه کړې وه.
دا په داسي حال کي ده، چي تېره ورځ په کندهار کي هم د اقتصادي ستونزو د امله يو ۲۴ کلن ځوان ځان وژنه کړې وه.
بايد وويل سي، چي په دا وروستيو کي په افغانستان کي دبېکارۍ او اقتصادي ستونزو د امله د ځان وژنو ګراف لوړ سوی دئ.