په ننګرهار کښي د ظاهر قدیر د ښارګوټي سلګونه جريبه ځمکه دولتي ثابته سوې

د ط..البانو تر واک لاندي د‌ عدليې وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کښي د ولسي جرګي د پخواني غړي ظاهر قدير په ښارګوټي کښي ۱۲۳۲ جريبه ځمکه دولتي ثابته سوې ده.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د اسنادو او شواهدو په اساس دغه ځمکه دولتي ثابته سوې ده.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د مرکزي زون د غصب سوو ځمکو قضیو ته د رسېدني ځانګړي‌ محکمې د حکم له مخي، د حاجي قدير ښارګوټي یاده اندازه ځمکه چي د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ په فتح‌اباد او خیراباد ساحو کښي ده، دولتي تثبیت سوې ده.