د نورستان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د دغه ولايت په دوآب ولسوالۍ کي يو کس خپل خواښي او خسر وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه کس هغوی ځکه وژلي، چي مېرمن ئې د کورنيو ستونزو له امله د پلار کور ته تللې وه او خاوند ئې هڅه کول چي بېرته ئې خپل کور ته راولي، چي پرمهال ئې دغه پېښه رامنځ ته سوې وه.
د سرچينې په وينا چي دغه کس خپل خواښې او خسر ويشتلي او وژلي دي او د پېښي اصلي لامل ئې کورنی تاوتريخوالی بللی دئ.
د دغي پېښي په اړه تراوسه پوري د نورستان ولايت ط..البانو په رسمي ډول باندي معلومات نه دي خپاره کړي.
بايد وويل سي، چي دوې ورځي وړاندي په هرات ولايت کي هم يو کس خپل مېرمن، لور او مور د کورنيو ستونزو له امله د چاقو په وسيله وژلي وو.