په نيوزيلنډ کي يو افغان کډوال عبدال احمدي پوليسو د غلا سوو موټرانو د پرزو د فروش په تور نیولی.
د نيوزيلنډ پوليسو ويلي چي د عبدال احمدي پر هغه مرکزونو ئې چاپه وهلې چي غلاسوي موټران ئې په کښي ساتل.
هغوی وايي چي احمدي دوه د موټرانو مرکزونه جوړ کړي وو او هلته ئې ۳۸ بېلابېل موټرونه چي مخکي غلا سوي وو په کښي ساتل، پزره کول ئې او نورو هیوادونو ته ئې لېږل.
پوليس وايي چي احمدي په کرایستچرچ او ویلینګټن ښارونو کي دغه دوه مرکزونه جوړ کړي دي.
د نیوزیلنډ عالي محکمې احمدي په درې کاله بند محکوم کړی او دهغه ټولو توکو د ليلام امر ئې کړی دئ.