په نړیوالو بازارونو کي د تېلو بیه یو ځل بیا له ۹۰ ډالرو لوړه سوې ده

په نړیوالو بازارونو کي د تېلو بیه یو ځل بیا له ۹۰ ډالرو لوړه سوې ده، چي د هرمز تنګي د وضعیت او په سیمه کي د جګړې د دوام له امله د بازارونو د اندېښنې ښکارندويي کوي.
د راپورونو له مخي، د برنټ خام تېلو بیه د سې شنبې په سهار د ۰.۶۲ سلني په لوړوالي سره ۹۱ اعشاریه ۴۳ ډالرو ته رسېدلې ده.
دا په داسي حال کي ده چي یوه ورځ وړاندي د برنټ تېلو بیه شاوخوا ۸۸ ډالرو ته راکښته سوې وه.

د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو په اړه د روښانه څرک نشتوالی او په باب‌المندب تنګي کي د حوثیانو د بریدونو دوام د تېلو د بیې د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه بلل سوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره اوونۍ له امریکايي وګړو غوښتي وو، چي د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي له پاره د سون‌توکو د بیو د لوړېدو اغېزې وزغمي.