په نړۍوالو بازارونو کي د خامو تېلو بیې لوړه سوې او د یوه بېرل بیه ئې ۱۱۰ ډالرو او ۷۰ سېنټو ته رسېدلې ده، چي د تېرو پنځو میاشتو تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.
د راپورونو له مخي، د برنټ تېلو بیه د سېشنبې په ورځ د تېري ورځي په پرتله ۱.۷ سلنه لوړه سوې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې په اړه اندېښنې، د هرمز تنګي تړل کېدل او پر سعودي عربستان د حوثي ځواکونو روان بریدونه د تېلو د بیو د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.