په نیپال کي د سختو سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ کسانو ته لوړ سوی او نژدې زر نور کسان لا هم ورک دي.
د رویټرز د راپور له مخي، په ورک سوو کسانو کي ۵۴۰ بهرني وګړي هم شامل دي چي د نیپال او تبت په بېلابېلو سیمو کي نادرکه سوي دي.
د ژغورني ډلي د ماشینونو په مرسته د خټو، خاورو او ویجاړو سوو سیمو له منځه د ورک سوو کسانو لټون کوي.
چارواکي وايي، د سېلابونو له امله ګڼي سیمي زیانمني سوي او د ژغورنو عملیات لا هم دوام لري.