د ايران د بشري حقونو سازمان حالوش د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د ايران د حکومت يو مخالف، رستم اجباري، د هرات ښار په يوه مرکزي سيمه کي ناپېژندو وسلهوالو ويشتلی او ټپي کړی.
سرچينې وايي، پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځ ته سوې او رستم اجباري تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته انتقال سوی.
رستم اجباري، د بلوڅ قوم غړی او اصلاً د ايران د ختيځو سيمو اوسېدونکی دئ، اوس په افغانستان کي ژوند کوي.
د ياد سازمان په وینا هغه به د ايران د حکومت د تګلارو پر ضد څرګندي نيوکي کولې.
د راپورونو له مخي هغه له دې وړاندي هم د ايران د اسلامي جمهوريت له لوري د وژني د ګواښونو سره مخ سوی و