په هرات ولایت کي د زعفرانو درې ورځنی کلنی نندارتون رسماً پیل سو. په دغه نندارتون کي کروندګرو او سوداګرو په ۷۲ بېلابېلو غرفو کي د روان کال د زعفرانو او ګلانو نوي حاصلات نندارې ته وړاندي کوي.
یاد نندارتون د شنبې په ورځ پيل سوی او ټاکل سوې ده، چي درې ورځي به دوام وکړي.