په هرات کي د نامعلومو وسله والو له خوا يو پخوانی نظامي وژل سوی

د هرات څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په نواباد سيمه کي نامعلومو وسله والو يو پخوانی نظامي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي ګل اقا جلالي نومېدی، چي تېره ورځ خپل د کور څخه د وتلو پر مهال نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
په ورته وخت کي د هرات د ط..البانو امنيتي مسئولينو هم دغه پېښه منلې ده؛ خو د پېښي په اړه ئې نور جزئيات څراغ تلوېزيون ته نه دي ورکړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د وسله والو له خوا د وژنو ګراف خورا لوړ سوی، چي ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.