د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله والو د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ د يک درخت کلي مشر عبدالرسول جمشيدي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي د عبدالرسول جمشيدي د وژل کېدو علت تراوسه پوري معلوم نه دئ.
بايد وويل سي، چي درې ورځي وړاندي هم د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کي يو چوپان وسله والو غلو ويشتلی او وژلی و.