د هرات څخه محلي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله والو د خليل احمد يوسفي په نوم يوقومي مشر ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي وسله وال پر موټر سيکل سپاره وو، پر خليل احمد يوسفي ئې ټکان کړي، هغه وژلی او بريدګر د سيمي څخه تښتېدلي دي.
په ورته وخت کي د هرات ولايت ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده، خو د دغي پېښي اړوند معلومات ئې نه دي خپاره کړي