په هلمند کي د يوه ځوان او د هغه د مور جسدونه موندل سوي

د هلمند څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مارجې ولسوالۍ کي د هغه ځوان او مور جسدونه موندل سوي، چي يوولس ورځي وړاندي تښتول سوي وو.
د سرچينې په وينا چي دغه مور او زوی لومړی وژل سوي او بيا ئې د غواوو په اطاق کي ښخ کړي وو.
بلخوا بیا د هلمند ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي، چي دغه مور او زوی خپلو خپلوانو تښتولي او وژلي وو، چي تر نيول کېدو وروسته ئې ويلي، چي دا کار ئې ځکه کړی، چي د وژل سوو کسانو څخه پاته سوي دوې لوڼي ئې د ځان موخۍ کړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.