په هلمند کي يوه ۴۵ کلن سړي ۶ کلنه ماشومه په نکاح کړې

د هلنمد څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي يوه ۴۵ کلن سړي د پيسو په بدل کي شپږ کلنه ماشومه د دريم واده د پاره په نکاح کړې ده.
تر يادي نکاح وروسته ط..البانو دغه کس نيولی او سپارښتنه ئې ورته کړې، چي تر څو چي دغه ماشومه ۱۵ کلنه سوې نه وي واده ور سره نه سي کولای.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د کم عمره نجونو جبري واده کول نوې خبره نه ده. د بشري حقونو سازمانونو دا کړنه غندلې او له نړۍوالو ادارو ئې غوښتي چي د داسي جبري ودونو مخه ونیسي.