په هند کي د چاودني مرګ ژوبله ۳۲ کسانو ته لوړه سوې

هندي رسنيو راپور ورکړی، چي د هند په ډيلي ښار کي د تېري شپې د چاودني له امله اته کسان وژل سوي او ۲۴ نور ټپيان سوي دي.
د هندي رسنيو د راپور له مخي د دغي چاودني نوعیت تراوسه پوري څرګند نه دئ او پوليس ئې په اړه پلټني کوي.
په ورته وخت کي د هند لومړي وزير نريندرا مودي دغه پېښه ترهګريزه بللې او د قربانيانو سره ئې غم شريکي کړې.
هغه ويلي چي د هند د‌کورنيو چارو وزارت او استخباراتو د ادارې سره په ګډه د‌ دغي ترهګريزي پېښي پلټنه کوي او عاملينو ته به ئې سخته سزا ورکړي.