فاکس نيوز خبر ورکړی، چي د امریکا د ویرجینیا ایالت په ګرتنا سیمه کي، چي د شمالي کارولینا له سرحد سره نږدې ده، په يوه وسله وال بريد کي دوه پولیس سرتېري ټپیان سوي دي.
د فاکس نيوز د خبر له مخي چي بريدګر پر پوليسو ټکان کړي او وروسته د سيمي څخه په تېښته بریالی سوی دئ او پوليس اوس په ياده سيمه کي پلټنه کوي؛ ترڅو دغه بريدګر ونيسي.
د امريکايي رسنيو په حواله چي د دغه بريد اصلي انګېزه او د بريدګر هويت تراوسه پوري معلوم نه دئ.
بايد وويل سي، چي دا پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې چي یوه اوونۍ وړاندي هم په همدې ایالت کي د ټکانو په یوه بله پېښه کي هم یو شمېر کسان ټپیان سوي وو.