د پاکستان څخه يوې ځايي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کي د يوه وسله وال بريد پرمهال د پاکستاني پوځ افسر سليم وژل سوی دئ.
د سرچينې په حواله چي په دغه وسله وال بريد کي څلورتنه نور پاکستاني پوځيان ټپيان سوي دي.
هېره دي نه وي، چي د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.