په پاکستان کي د افغان کډوالو د جبري اېستلو د بهیر د چټکتیا پر وړاندي د افغان ښځو یو مدني غورځنګ اندېښنه ښودلې او دا اقدام ئې د بشري اصولو خلاف بللی دئ.
د افغان ښځو د ازادۍ په نوم دغه غورځنګ وایي، اوسنی وضعیت د زرګونو کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو له پاره جدي ګواښونه رامنځ ته کړي دي.
د دوی په وینا، افغانستان ته د خوندي او باعزته ستنېدو شرایط نه دي برابر او جبري راستنول به ناوړه پایلي ولري.
په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي، چي ډېری کډوال د امنیتي ستونزو او محدودیتونو له امله هيواد پرېښودو ته اړ سوي او بېرته لېږل ئې ژوند له خطر سره مخ کوي.
یاد غورځنګ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چي د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي، خپله پرېکړه له سره وارزوي او د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ بدیلي حل لاري ولټوي.
همداراز له نړۍوالي ټولني غوښتنه سوې، چي د افغان کډوالو د وضعیت په اړه عملي او بېړني اقدامات ترسره کړي.