په پاکستان کي د جرمني سفارت اعلان کړی

په پاکستان کي د جرمني سفارت اعلان کړی، چي د افغانانو له پاره ئې د کاري او تحصیلي ويزو د ورکړي له پاره نوی انلاین سيستم پيل کړی.
ياد سفارت ويلي چي نور به افغانان اړ نه وي، چي د ويزو له پاره به مخکي سفارت ته مراجعه کوي؛ بلکي د اسنادو تر تائيد او پروسې تر بشپړولو وروسته به د مرکې له پاره دغه سفارت ته مراجعه کوي.
د انلاين ويزو د ورکړي دغه سيستم به د جون مياشتي پر لومړۍ نېټه پيل سي.