د پاکستان د پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په غوري والي سيمه کښي نامعلومه وسلوالو د پاکستان د استخباراتو د ادارې يو مامور وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي د پاکستان د استخباراتو دغه وژل سوی مامور ظاهرالله نوميږي.
بايد وويل سي، چي د دغه کس د وژلو مسؤليت چا تراوسه په غاړه نه دئ اخيستی.