په پکتيکا کي وسلوالو کسانو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي

د پکتيکا څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ماخستن ناوخته وسلوالو کسانو د دغه ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کي پر يوه کور بريد کړی، چي پرمهال ئې يو سړی او يوه ښځه وژلې ده.
د سرچينې په خبره چي په ياده پېښه کي د دغي کورنۍ د کوچنيانو او ښځو په ګډوه څلور تنه نور ټپيان سوي دي او بريدګر د سيمي د ځای څخه تښتېدلي دي.
د يادي پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري معلومه نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي