په کابل ښار کي تازه د صدای دريا په نوم يوې خصوصي راډيو نشرات پيل کړي. د دغي راډيو مسؤلين وايي، چي د يادي راډيو نشرات د کابل ترڅنګ په نژدې ولايتونو کي هم اورېدل کېږي.
د دغه خصوصي راډيو مسؤلين وايي چي خپروني ئې فرهنګي، ښوونيزي، اقتصادي، ديني او د عامه پوهاوي محتوا لري. هغوی وايي چي د نشراتو پر مهال به د خپلو مخاطبانو غوښتني په نظر کي ونيسي.
بايد وويل سي، چي يادي خصوصي راډيو په کابل کي نشرات پر داسی مهال پيل کړي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم يو شمېر رسنيو په افغانستان کي د اقتصادي او مالي ستونزو له امله خپل نشرات ودورل او یا هم د سانسور له امله ط..البانو د هغوی پر نشراتو بندیز لګولی.