په کابل کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ

د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ باندي د سميع الله په نوم ځوان په خپل کار ځای کي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي سميع الله اصلي د پنجشېر ولايت اوسېدونکی وو، چي اوس ئې په مرکز کابل کي په يولسمه ناحيه کي ئې ژوند کوی.
د سرچينې په خبره چي وسله وال تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي او ط..البانو هم تر اوسه پوري د يادي وژني په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
په ورته وخت کي بیا د سميع الله نژدې دوستانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي سميع الله د هېچا سره شخصي دوښمني نه درلودل .
هغوی د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي د سميع الله قاتلين دي ژر تر ژره پوري ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.