په کابل کي يو شمېر متقاعدينو د خپل حق تر لاسه کولو په موخه لاريون کړی

په کابل کي يو شمېر متقاعدينو د خپل حق تر لاسه کولو په موخه لاريون کړی.
هغوی د ياد لاريون پر مهال ويلي، چي د تېرو اوو مياشتو راهيسي د ط..البانو پر ادارو ګرځي ترڅو خپل حق ورکول سي؛ خو څوک ئې ږغ نه اوري.
د هغوی په وينا چي د تېرکال په اسد میاشت کي د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله ژمنه وکړل، چي ټولو متقاعدينو ته به خپل د تقاعد حق ورکول سي؛ خو اووه مياشتي تېري سوې لا هم ط..البانو خپل ژمنه نه ده پوره کړې.

هغوی د ط.. البانو د ادارې څخه غوښتنه کړې، چي د تقاعد حق دې ورکړې؛ ترڅو د دوی ستونزي ورباندي حل سي.