ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کابل ولايت په خيرخانه سيمه کي یو ځوان د خپلي مېرمني د ورور لهخوا وژل سوی دئ.
د سرچینو په وینا، وژل سوی ځوان هجرت نومېده، چي په ياده سيمه کي د يکشنبې په ورځ وژل سوی دئ.
سرچینې زیاتوي، هجرت څه باندي څلور میاشتي مخکي له خپلي مېرمني سره له کوره تښتېدلی و، چي وروسته ط..البانو نيولي او زنداني کړي وو.
د ط..البانو تر زندان تر ازادېدو څو ورځي وروسته د نجلۍ ورور دغه ځوان وژلی.
ط..البانو تر اوسه د دغي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.