د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد د کراچي ښار په قيوم اباد سيمه کي د جمعې په ماخستن نامعلومو وسله والو پر پاکستاني پوليسو بريد کړی، چي له امله ئې يو پاکستانی پوليس وژل سوی دئ او همدارنګه يو پاکستانی پوليس او دوه ولسي خلګ په ياد بريد کي ټپيان سوي دي.
د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري په پاکستان کي کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.
بايد وويل سي، چي د ياد بريد اړوند تر اوسه پوري پاکستاني پوليسوپه رسمي ډول باندي د رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي