کندهار ښار کي ورځ تر بلي ږغیزه ککړتیا زیاتیږي، کندهار ښاريان شکايت کوي، چي د لوډسپیکرونو لوړ ږغونو د ښار اوسېدونکي نارحته کړي دي. هغوي وايي، چي په ښار کي لېړۍ والا او نور سوداګر، چي د خپلو توکو د اعلان د پاره لوړ ږغ لرونکو لوډسپیکرونو څخه استفاده کوي دوی ئې نارامه کړي دي.
هغوی وايي دا حالت د ښاریانو د پاره د نه زغملو وړ دئ او د دوی ورځني ژوند ئې نارحته کړی دئ.
د کندهار د اوسېدونکو په وینا، دا ږغیزه ککړتیا نه یوازي د دوی آرام او سکون ګډوډوي، بلکي د ماشومانو، سپين ږيرو او ناروغانو د پاره هم جدي ستونزي رامنځ ته کوي.
د کندهار يو تن اوسېدونکي د څراغ تلوېزيون سره د مرکې پرمهال وويل: “هره ورځ د سهار څخه تر ماښامه د لېړۍ والا لوډسپیکرونه په خوله کي نيولي دي، چي زموږ د کورنۍ غړي، په تېره بیا ماشومان، نه سي کولای ارام وکړي. دا ږغونه حتی د شپې تر ناوخته هم وي.”
کندهار ښاريان دغه راز وايي، چي څوځله ئې کندهار ښاروالۍ ته شکايت هم کړی، خو تر اوسه په ښار کي د دغه ږغيزي ککړتيا مخ نه دئ نيول سوی.
بلخوا بيا ډاکټران دغه ږغونه د روغتيا د پاره په زيان بولي.
هغوی وايي، چي د لوړو ږغونو دوامداره اورېدل کولای سي د فشار، اضطراب، بې خوبۍ او حتی د اورېدولو د قوې د کمزورتیا لامل سي. هغوی وايي دا ستونزه باید ژر تر ژره حل سي، ځکه دا د ټولني پر رواني او جسمي روغتیا ناوړه اغېز کوي.