په کندهار کي د رخشو لومړنی شرکت پرانستل سو

په کندهار ښار کي د خصوصي سکتور د نوي پانګوني له مخي؛ د هندي رخشو شرکت د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په فعالیت پیل وکړ.
د دې شرکت مسؤلین وایي، نوی شرکت به هغو کسانو ته چي له بهر څخه افغانستان ته راستانه سوي یا کار نه لري، د قسطونو په ډول د رخشو برابرولو فرصت ورکړي، ترڅو د عاید سرچینه پیدا کړي.
د دغه شرکت مسئولين وايي چي ډېر ژر به موټرسيکلان او ټکټران هم له هند څخه وارد کړي. د دوی په وینا، د دغسي نوښتونو له لاري غواړي کندهاریانو ته د کار زمینه برابره کړي او د ښاري ترانسپورت په برخه کي به نوي اسانتیاوي رامنځ ته کړي