د کندهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ مسئولين وايي، چي د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کي د ارغستان د پله په ساحه کي يو بهرنی سيلاني د ټونيس موټر سره ټکر کړی او ټپي سوی دئ.
د هغوی په خبره چي دغه سيلاني اصلي د پولنډ هيواد دئ، چي افغانستان ته د سياحت په موخه راغلی وو، د کندهار د ط..البانو په وينا چي دغه سيلاني غوښتل چي دکندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړي، چي دغه ترافيکي پېښه ئې کړې.
نوموړی سيلاني د درملني په موخه د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوی او تر درملني لاندي دئ.