په کندهار کي يو ځوان اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې

د‌ کندهار څخه ځايې سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کندهار ښار د پنځمي امنيتي حوزې په ساحه کي يو ځوان د اقتصادي ستونزو له‌ امله ځان ځړولی او مړ سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان اصلي د‌ کندهار ښار د ۱۲مي ناحيې د سيمانو د پله اوسېدونکي وو، چي د ابجوشو په سرای کي ئې چوکېداري کول.
د دغه وژل سوي ځوان څخه درې زامن او يوه لور پاته سوې ده.
بايد وويل سي، چي دوې ورځي وړاندي هم په کندهار ښار کي يو ۲۴ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو د امله ځان وژنه کړې وه.