د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د دوشنبې په ورځ يو کس خپل ميرمن زندۍ کړې او وژلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه پېښه د سپين بولدک ولسوالۍ په مرکز کي رامنځ ته سوې ده.
د سرچينې په حواله چي دغه ښځه د شپږو مياشتو امېندواره وه، چي د خپل خاوند له خوا وژل سوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخي هغه د خپل خاوند سره د لفظي شخړې وروسته وژل سوې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي اته ورځي وړاندي هم په کندهار کي یو سړي د خپلي ميرمني څخه سر پرې کړی او وژلې وه.