په کندهار کي په دیني مدرسو کي د ماشومانو د سخت وهلو په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي د راپورونو له مخي

په کندهار کي په دیني مدرسو کي د ماشومانو د سخت وهلو په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي د راپورونو له مخي، ځیني ط..البان له زده‌کوونکو ماشومانو سره سخت چلند کوي، چي د هغوی ژوند او روغتیا له خطر سره مخ کوي.
د د ټولنيزو رسنيو کارونکي وايي چي د ماشومانو پر وړاندي دغه ډول تاوتریخوالی د ښووني او روزني له اصولو سره په ټکر کي دئ.
په ورته وخت کي، د ط..البانو د پوهني ریاست د مدرسو د څارني او د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کي د جدي اقدام نشتوالی د دې ادارې پر مسئولیت‌پالني نیوکي زیاتي کړي دي.

کندهار ښاريان وايي چي د ط..البانو د پوهني رياست خپل مسئوليت په سمه توګه نه اجرا کوي او يوازي معاشات اخلي.