نن د نومبر ۲۰مه، د کوچنيانو نړۍواله ورځ ده؛ په افغانستان کي دغه ورځ پر داسي مهال راځي چي دلته زيات شمېر کوچنيان د لوږي او غريبۍ له امله په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.
په کندهار کي زرګونه کوچنيان اړ دي چي د ژوند د سختو شرایطو، غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله درنو او شاقه کارونو ته مخ کړي.
سيد محمد هغه لس کلن هلک دئ چي په کندهار ښار کي د مستريانو په سرای کي کارکوي هغه وايي چي د کور يوازينی سرپرست دئ ځکه مجبوره دئ چي کار وکړي.
سيد محمد څراغ تلوېزيون ته داسي وويل:« پلار مي ناروغه دئ په کور کي بل څوک نه لرم نو مجبوره يم چي د سهار څخه تر ماښام پوري په دغه ځای کي کار وکړم او د خپل کورنۍ له پاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړم.»
د یونیسف وروستي معلومات ښيي چي په ټول افغانستان کي ۳.۵ میلیونه کوچنيان له شدیدې سو تغذیې کړیږي.
په داسي حال کي چي نړۍ د کوچنيانو د حقونو ورځ لمانځي، افغان کوچنيان لا هم له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. د دوی ماشومتوب د ژوند له سختو توپانونو سره لاس او ګرېوان دي او د مرستي ږغ ئې لا هم د نړۍ او دولت تر غوږو نه رسېږي.