په کندهار کښي يو خاوند خپله ميرمن حلا..له کړې او وژلې ده

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د‌ کندهار ښار د پنځلسمي ناحيې اړوند د يخ کاريز په سيمه کښي يو خاوند خپله ميرمن حلا..له کړې او وژلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي د‌ دغې ښځي څخه درې کوچني اولادونه هم پاته سوي دي.
د‌ يادي پېښي اصلي لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي دوې ورځي وړاندي هم په ننګرهار کښي خاوند خپله ميرمن د هغې د ورور په مرسته وژلې وه.