د کنړ ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ پر دغه ولايت باندي هوايي بريد کړی.
د سرچينې په وينا چي د پاکستان پوځ دغه بريد د کنړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه کلي باندي کړی.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چي دغه بريد ئې د ډيورنډ پر فرضي کرښي د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) پر ډلي کړی دئ.
بايد وويل سي، چي د افغانستان ط..البانو تر اوسه دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.