په کنړ کي د هغه هلک جسد پيدا سوی چي څو ورځي وړاندي ورک سوی و

د‌ کنړ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کي د هغه کوچني هلک جسد موندل سوی، چي څو ورځي وړاندي نادرکه سوی و.
د‌ سرچينې په خبره چي دغه هلک ادريس نومېدی او څو ورځي وړاندي د خپل کور څخه نادرکه سوی و.
د دغه هلک د وژل کېدو اصلي علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه پوري د دغه هلک د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.