دکنړ څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه نامعلومو وسله والو د کنړ ولايت په پېچ دره ولسوالۍ کي يو دکاندار ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي دغه وژل سوی ځوان نجيب الله نومېږي او تېره شپه د دکان څخه کور ته روان و، چي نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلي دئ.
ط..البانو تر اوسه د نجيب الله د وژل کېدو په اړه په رسمي ډول معلومات نه دي خپاره کړي.