په کولمبیا کي د ۷.۴ درجې زوروري زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژل سوي او تر ۱۵۰۰ ډېري ودانۍ زیانمني سوي دي.
چارواکي وايي، ښايي یو شمېر کسان لا هم د نړېدلو ودانیو لاندي بند پاته وي.
د هغوی په خبره چي د ژغورني عملیات روان دي او روغتونونه د بیړنیو پېښو له پاره چمتو سوي دي.
د زلزلې ټکانونه په پلازمېنه بوګوتا او ګاونډیو هیوادونو اکوادور او پاناما کي هم احساس سوي دي.
د دغي زلزلې له امله په شپږو هوايي ډګرونو کي فعالیت درول سوی او د فوټبال ځیني سیالۍ هم ځنډول سوي دي.