په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي يمن د نړۍ خطرناک هيواد اعلان سوی

د نړۍوال نفوس د څېړني انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال په جريان کي يمن د نړۍ خطرناک هيواد بلل سوی.
دا کړکېچ ځپلی هیواد حتی د افغانستان، عراق، اوکراین، لیبیا او سوریې څخه هم د ناامنۍ په شاخصونو کي مخکي بلل سوی.
په دې راپور کي ويل سوي، چي کورنۍ جګړه، خوراکي بحران، د عامه زیربناوو له منځه تلل او بهرنۍ پوځي مداخلي هغه څه دي، چي له امله ئې یمن د نړۍ تر ټولو کړکېچن هيواد بلل سوی.