پکتیکا یو شمېر اوسېدونکو او د لوړو زده کړو ملاتړو د پکتیکا پوهنتون د ځینو پوهنځیو او څانګو د کمزوري وضعیت په اړه

پکتیکا یو شمېر اوسېدونکو او د لوړو زده کړو ملاتړو د پکتیکا پوهنتون د ځینو پوهنځیو او څانګو د کمزوري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وایي، که جدي پاملرنه ورته ونه سي دغه پوهنتون به ډېر ژر سقوط سي.
د دوی په وینا، د پکتیکا پوهنتون په طبیعي علومو اړوندو څانګو کي د محصلینو شمېر کم سوی دئ.
د معلوماتو له مخي د فزیک څانګي په لومړي ټولګي کي اووه محصلین، په دریم او څلورم ټولګي کي شپږ ـ شپږ محصلین سته؛ خو دوهم ټولګی محصلین نه لري.

همداراز ویل سوي، د ریاضي څانګه په لومړي ټولګي کي هېڅ محصل نه لري او یوازینی شامل سوی محصل هم فزیک څانګي ته تبديل سوی.
د دې څانګي په دوهم ټولګي کي یوازي اووه محصلين موجود دي.
هغوی دغه راز وايي، چي د کیمیا څانګي وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل سوی؛ ځکه د لومړي او دوهم ټولګي له پاره محصلین نه سته او یوازي په دریم او څلورم ټولګي کي د محصلینو محدود شمېر پاته دئ.

هغوی وایي، پکتیکا پوهنتون د خلګو په ډېرو هڅو او غوښتنو جوړ سوی او اوس اړتیا ده چي د ط..البانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته ځانګړې پاملرنه وسي.
دوی زیاتوي، څو کاله وړاندي د پکتیکا پوهنتون د علمي پرمختګ او فعالیتونو ستاینه کېدله؛ خو اوس د محصلینو کمښت او د ځینو څانګو تش پاتي کېدل د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.