ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د هلمند او نيمروز ولايتونو ترمنځ په مارګو دښته کي د هغه ۱۴ افغان کډوالو جسدونه موندل سوي، چي په غيرقانوني ډول ئې غوښتل ايران ته ولاړ سي.
د سرچينې په وينا چي د افغان کډوالو يوې ۱۹ کسيزي ډلي چي غوښتل ئې ايران ته ولاړ سي په مارګو دښته کي ورک سوي وو، چي څو ورځي وړاندي د پنځو کسانو جسدونه موندل سوي وو او پاته ۱۴ کسان لا نادرکه وو، چي نن ئې جسدونه په ياده دښته کي موندل سوي وو.