ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د روزي قرارګاه او کلا عبدالله په سیمه کي پر ډیورنډ فرضي کرښي د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د دوشنبې په ورځ سهار مهال لنډمهاله وسله واله نښته سوې ده.
د سرچينې په وينا چي یاده نښته د اغزن تار د کشولو پر سر رامنځ ته سوې، خو د دواړو خواو تر منځ د خبرو اترو وروسته ژر پای ته رسېدلې ده.
په نښته کي د تلفاتو راپور نه دئ ورکړل سوی.

بايد وويل سي، چي دا ډول پېښي په وروستیو کي د ډیورنډ فرضي کرښي دواړو غاړو ته زیاتي سوي دي.